کافی قسط 2

کافی قسط 2
د عربو شراب

په شپاړسمه پېړۍ کې، کله چې ترکانو د عرب ټاپووزمې قبضه وکړه، نو له هغې وروسته د قهوې استعمال په ټوله عثماني سلطنت کې ډېر خپور شو۔ د دې سیمې مسلمانانو نشه آور مشروبات نه څښل، نو قهوه د هغوی لپاره تر ټولو ښه بدیل وګرځېد۔ دا مشروب ته به “کاهوه” ویل کېدل، چې معنا یې وه: "د عربو شراب"۔ دا نوم د عربي ژبې د قَهوه له کلمې نه اخیستل شوی، او دا خپله د قَهِیَ له ریښې نه راوتلې ده، چې معنا یې “آسودګي” یا سکون ده۔

یو وخت داسې هم راغی چې د قهوې څښونکی د مرګ سزاوار ګڼل کېده۔

د عثماني سلطنت سلطان مراد څلورم قهوه خانې ډېرې بدې ګڼلې، ځکه د هغه خیال و چې په دې ځایونو کې خلک د ده خلاف منصوبې جوړوي۔ په 1511 میلادي کال کې، د مکې معظمې ترک ګورنر خیر بېګ پر قهوه پابندي ولګوله، ځکه ده ویل چې دا د خلکو په ذهنونو کې د انتهاپسندۍ فکرونه راپاروي، نو دا یو خطرناک شی دی۔ هغه باور درلود چې قهوه هم د شرابو په شان یو نشه آور مشروب دی، چې د قرآن کریم په حکم کې یې منع راغلې ده۔ نو ده د قهوې ټول ذخیرې ضبط کړې او بیا یې وسوځولې۔ خو وروسته د مصر د سلطان په سفارش سره دا پابندي ختمه کړل شوه۔ ده (خیر بېګ) د قهوې ټول ذخیرې ضبط کړې او وسوځولې۔ خو بیا د مصر د سلطان په سفارش دا پابندي ختمه کړل شوه۔ په 1633 میلادي کال کې، سلطان مراد په استنبول کې د قهوې استعمال د سزا وړ جرم وګرځاوه، چې سزا یې تر مرګه هم رسېدلی شوه۔ د هغه خیال دا و چې خلک په قهوه خانو کې سره راټولېږي او د ده خلاف سازشونه جوړوي۔ ده حکم ورکړ چې د قهوې اخیستونکي او خرڅوونکي دې وهل ټکول شي۔ او که څوک دوهم ځل دا جرم وکړي، نو سزا یې دا وه چې خرڅوونکی به د څرمنې په یوه بوجۍ کې بند کړل شي او بیا به سمندر ته وغورځول شي۔ خو د دې ټولو سختیو باوجود، هغه د قهوې تجارت کمولو کې ناکام پاتې شو۔

د شپاړسمې او اتلسمې پېړۍ ترمنځ، د اروپا او منځني ختیځ ګڼو حکمرانانو هڅه وکړه چې پر دې مشروب بندیز ولګوي۔ په شپاړسمه پېړۍ کې د کاتولیک کلیسا ډېرو پادریانو دا یقین درلود چې د قهوې څښل به د کلیسا د خلکو ترمنځ بدۍ خپرې کړي، ځکه دا ډېر خوندور مشروب دی۔ هغوی دا د شیطان سره تړله۔ خو وروسته، کله چې پاپ کلیمنٹ اتم خپله قهوه وڅښله، نو فیصله یې وکړه چې دا یو عادي مشروب دی۔ هغه ته قهوه ډېره خوښه شوه، تر دې چې ده ورته بپتسما هم ورکړه۔ د پاپ د دې مبارک فیصلې وروسته، په اروپا کې د قهوې تجارت ډېر په زور سره وځلېد او پراخ شو۔

بپتسما (تشریح) 📌[

بپتسما د مسیحیت دین ته د داخلېدو یوه مذهبي رسم ده، چې پکې نوی ماشوم یا غیرعیسایي کس ته اوبه ورشیندل کېږي یا په اوبو کې غسل ورکول کېږي، ترڅو هغه مسیحی وګرځي۔ دې رسم ته “اصطباغ” هم ویل کېږي]

اوس د ټولو مسیحي فرقو نه یوازې درې داسې دي چې قهوه نه څښي۔ دا دي: مورمن کلیسا، سیونتھ ډے ایډونټسټ، او راسټا فیرین۔ د هغوی خیال دا دی چې ګرم مشروبات د صحت لپاره مناسب نه دي۔ د مورمن عقیدې خلک د قهوې نه څښلو یوه ساده دلیل وړاندې کو: هغوی وایي چې موږ یقین لرو چې نبي جوزف سمتھ ته د خدای له طرفه وحی راغلې وه، چې کلیسا ته دې د یوې ځانګړې خوراکي طریقې هدایت ورکړل شي۔

د جوزف سمتھ په اړه معلومات 📌[

جوزف سمتھ جونیئر (23 دسمبر 1805 – 27 جون 1844) یو امریکایي مذهبي مشر و۔ هغه د “مورمونیت” په نوم د یوې فرقې بنیاد کېښود۔ ده د 24 کلنۍ په عمر کې د “مورمن کتاب” خپور کړ۔ تر دې وروسته هغه نور 14 کاله ژوندی پاتې شو۔ د ده د مرګ په وخت کې د هغه پیروکاران په زرګونو وو۔ او نن هم د هغه مذهب ژوندی دی، او په ټوله نړۍ کې یې پیروکاران په لکونو دي]

☕ قهوه خانې ټولنیزې ځایونه وو

قهوه د نورو مشروباتو نه ځکه ځانګړې وه چې دا په عامو قهوه خانو کې څښل کېده، چې له منځني ختیځ نه تر افریقې پورې خپرې وې۔ خلک به هلته د خوند اخیستلو لپاره راتلل، او مقصد یې دا هم و چې ټولنیزې اړیکې زیاتې کړي او د ورځې مهمو خبرونو نه خبر شي۔ په 1675 میلادي کال کې، د قهوه خانو دا ډول ځایونه په ټول برطانیه کې خپاره شوي وو۔



او دغو قهوه خانو ته ځانګړي نومونه ورکړل شوي وو، لک: ټرک هیډ، دی یروشلم کافی هاوس، سلطانیس او نور۔

☕ د نن ورځې کافی هاوس ځانګړتیاوې

د نن د جدید دور قهوه خانې یا کافی هاوسونه ډېرې ځانګړتیاوې لري،

چې ځینې وخت د بار، شراب خانې یا رېستوران سره ورته والی لري،

خو بیا هم له کیفې ټیریا نه مختلف دي۔ په منځني ختیځ او لوېدیځو هېوادونو کې، په هغو سیمو کې چې د لوېدیځې آسیا مهاجر خلک پکې اوسېږي، ډېر قهوه خانې “شیشه” هم وړاندې کوي۔ عراقي، عربي، یوناني او ترکي ژبو کې دې ته نارگیل وایي، او په اردو او هندي کې ورته حقّه ویل کېږي۔ په حقّه کې خوشبویه تمباکو څښل کېږي۔

☕ ایسپریسو هم قهوه ده

ایسپریسو هم قهوه ده، خو د جوړېدو طریقه یې مختلفه ده۔ ایسپریسو بار د کافی هاوس یوه ځانګړې بڼه ده، چې پکې ایسپریسو او د ایسپریسو نه جوړ شوي مشروبات وړاندې کېږي۔ ایسپریسو له عامې قهوې څخه په دې وجه فرق لري چې دا د قهوې د دانې د چورې نه نه، بلکې د ډېر باریک مېده شوي پاؤډر نه جوړیږي۔ دا د بخار د فشار په وسیله تیارېږي، او پکې کیفین هم زیات وي۔

عامه قهوه په شپږ نه تر دولس اونس پیاله کې څښل کېږي، خو ایسپریسو بیا په یوازې یو اونس وړوکې پیاله کې څښل کېږي۔ له کلتوري نظره، قهوه خانې یا کافی هاوسونه په لویه پیمانه د خلکو د ټولنیزو اړیکو مرکزونه دي۔هلته خبرې اترې کوي، لیکل او لوستل کوي، د کافی هاوس تر سیوري لاندې خلک په یوه ځای کې راټولېدای شي،……یا د یو بل سره تفریح او وخت تېروي که یوازې وي او که په محفل کې ناست وي۔ کله چې د وائي فائي استعمال عام شو، نو کافی هاوسونو خلکو ته د انټرنیټ سهولت هم ورکول شروع کړل، ترڅو هغوی خپل لیپ ټاپونه او ټیبلیټونه استعمال کړای شي۔ کافی هاوسونه خپلو مستقل مشتریانو ته د یو غیر رسمي کلب په شان خدمات وړاندې کوي۔ په 1950 او 1960 لسیزو کې، په کافی هاوسونو کې خاص طور د ماښام په وخت د موسیقۍ، سندرو او شاعرۍ محفلونه هم جوړېدل۔

-

تبصرہ آپ کا
ﺗﺑﺻره آﭘﮑﺎ