د حشراتو د مخنیوي لپاره سپارښتنې

 د حشراتو د مخنیوي لپاره سپارښتنې
د حشراتو د مخنیوي لپاره سپارښتنې
“د حشراتو د مخنیوي صنعت په دوامداره توګه وده کوي، او د سمې مخنیوي تدابیرو سره دا ستونزه تر ډېره حده کنټرولېدای شي.”
— سنډي مېنس
که تاسې هر چېرې اوسېږئ، حشرات د یوې ګډې ستونزې په توګه موجود وي. دا مهمه نه ده چې ستاسې کور یا جایداد نوی دی که زوړ؛ حشرات به حتمي هڅه کوي چې ستاسې کور ته ننوځي. او کله چې دا نا بلل شوي مېلمانه راشي، یوازې نه راځي، بلکې له ځان سره ګڼې ستونزې هم راوړي. نه یوازې دا چې په لیدلو کې نا خوښ ښکاري، بلکې د ارام او روغ ژوند خنډ هم ګرځي. د کور د حشراتو نه پاک ساتل ډېر ضروري دي، ځکه له هغوی سره اوسېدل د کور د غړو د ناروغیو سبب کېدای شي. له همدې امله اړینه ده چې د کور پاکوالي ته پوره پاملرنه وشي. که تاسې کله هم د دغو نا غوښتل شوو مېلمنو له ستونزې سره مخ شوي یاست، نو لاندې د حشراتو د مخنیوي لپاره ګټورې لارې چارې وړاندې کېږي.
حشرات څنګه مخه ونیسو؟
د کور دننه د حشراتو د مخنیوي لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ:
1۔ د خوړو ځای
خواړه حشرات ځان ته راکاږي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې د خوړو له ختمېدو وروسته پاتې شي. د خوړو چوراوې او پاتې شوني په ځانګړې توګه مېږیان راجلبوي، او بله ورځ به ووینئ چې پلیټ مو ترې ډک دی. ښه دا ده چې یو اصول وټاکئ: خواړه یوازې په پخلنځي یا د خوړو په ټاکلي ځای کې وخورئ. د کور نورو خونو ته د خوړو وړل مه کوئ.
2۔ پراته توکي
پر ځمکه پاتې توکي او د مشروباتو پاتې شوني مېږیان او نور حشرات ځان ته راکاږي. دا باید سملاسي پاک شي. پاکوالی یوازې د سترګو مخې ته توکو پورې مه محدودوئ؛ بلکې د کور سامانونه وخوځوئ او د واړه واړه ذرو تر پاکولو پورې ډاډ ترلاسه کړئ.
3۔ د فرش پاکوالی
هره ورځ د فرش پاکول—که په جارو وي یا په ویکیوم—د عادت برخه وګرځوئ. د خوړو او مشروباتو پاتې شوني ژر لرې کړئ، څو حشرات د برید چانس پیدا نه کړي.
4۔ د کثافاتو ډبې
د کثافاتو ډبې باید پوښ ولري. خلاصې ډبې نه یوازې بدې ښکاري، بلکې مچان، مچکې او مېږیان هم کور ته راکاږي. کله چې ډبې ډکې شي، ژر یې له کوره بهر د کثافاتو ځای ته تشې کړئ.
نالۍ)) 5۔ ډرېن
که نالۍ لږ کارول کېږي یا ډېر، منظم پاکول یې اړین دي. د خوړو پاتې شوني ژر لرې کړئ. په یاد ولرئ چې ډېر حشرات اوبو ته جذبېږي. د نالیو درزونه او ماتې برخې پر وخت ورغوئ.
6۔ د خوړو ساتنه
په ناسم ډول ساتل شوي خواړه نه یوازې خرابېږي، بلکې حشرات هم راکاږي. خواړه په کلک ډول وتړئ، ځکه حشرات کولی شي نږدې هر ډول لوښي ته ننوځي.
7۔ بې‌نظمي
کور له بې‌نظمۍ پاک ساتل دوه ګټې لري: هم بد منظرې ختمېږي او هم حشرات د پټېدو ځای نه پیدا کوي. حشرات تیارو او ګډوډو ځایونو ته میلان لري. اضافي او بې‌نظم توکي لرې کړئ، څو د پټېدو ځایونه کم شي.
8۔ مېوې او سبزیانې
که مېوې او سبزیانې سمې ونه ساتل شي، ژر خرابېږي او خوسا کېږي. که څه هم دا زموږ د خوړو مهمه برخه ده، خو حشرات هم راکاږي. رسېدلې مېوې ژر وکاروئ، او که ډېرې رسېدلې وي، لرې یې کړئ. تازه خو پخې شوې مېوې مېږیان او وړې مچکې راجلبوي.
تشناب (بیت‌الخلا)
که د تشناب فلش ورو وي، نو سپین سرکه (واین سرکه) د نالۍ دننه واچوئ. سپین سرکه د اوبو جریان اسانه کوي او فلش چټکوي. سپارښتنه دا ده چې شاوخوا یو کوارټ سپین سرکه واچوئ، یو ساعت یې پرېږدئ، بیا فلش وکړئ.
د نالیو جالۍ
د لاسو مینځلو ځای (بیسن) او د غسل ټب د نالیو پر خوله جالي یا پوښ ولګوئ. ډېری د کورني پلمبینګ ستونزې د نالیو د بندېدو له امله وي، چې علت یې د کثافاتو ټوټې وي. جالي به مرسته وکړي چې کثافات د نالیو ته له ننوتو مخکې ونیول شي او پاک شي

-

تبصرہ آپ کا
ﺗﺑﺻره آﭘﮑﺎ