دزړه بوږ نوونکې خبر

دزړه بوږ نوونکې خبر
علم‌زا ډاټ کام: د جنورۍ ۲۰۲۶ لا پنځلس ورځې هم نه وې پوره شوې چې د ډان ورځپاڼې خپل اردو برېښنايي مخ خپرول بند کړل. د فبرورۍ په ۶مه نېټه پر دې مخ موجود زاړه کالمونه او مقالې هم لېرې کړل شول. ډان اردو له ډېرې مودې راهيسې معیاري او ښه ژورنالېزم کاوه. د دې ادارې څه دوه يا درې کاله وړاندې د دې بڼه بدله کړې وه. په پیل کې، څو کاله مخکې چې دا پاڼه شروع شوې وه، ډېر زړه‌راښکونکی وه؛ د بي‌بي‌سي اردو په شان، لوستونکی به يې لوستلو ته هڅاوه. دا خبره هم باید په ياد ولرو چې حکومت د ډان اعلانونه بند کړي دي. اوس معلومه نه ده چې دا همدا وجه ده که دا چې په خلکو کې اردو ژبه دومره مقبوله نه ده. دا مهال هلته وروستۍ خبر د جنورۍ د ۱۳مې نېټې لګېدلی دی، هغه به کله لېرې کېږي، څه نه دي معلوم. ايا ډان دا پاڼه په بل انداز کې بېرته راولي؟ که يې په بشپړ ډول بندوي؟ د دې پوښتنو ځوابونه ښايي په راتلونکو ورځو کې مخې ته راشي. البته د ډان ټي‌وي اردو خپرونې لا هم په خپل پوره شان او شوکت سره روانې دي۔

-

تبصرہ آپ کا
ﺗﺑﺻره آﭘﮑﺎ