نوی کال مو مبارک شه، مبارک مو شه

نوی کال مو مبارک شه، مبارک مو شه
نوی کال مو مبارک شه، مبارک مو شه
یمین الاسلام زبیری
ژباړه نقیب اللہ خان
زمونږ له پاره کال، که سن ووایو که سال، د یو ژوندی انسان په شان وي. کله چې نوی کال راشي، نو مونږ یې په پوره تود هرکلي قبلوو؛ او تېر کال داسې وینو لکه د تاریخ په دوړو کې چې ورو ورو ورکېږي، لکه سا یې چې ورو ورو بندېږي. په کوم شوق او جذبې چې مونږ د نوي کال هرکلی کوو، هماغه شدت د تېر کال لپاره نه ښیو. د کال په وروستیو ورځو کې، تر وروستي ورځې، بلکې تر وروستي شیبې پورې، زمونږ په زړونو کې د نوي کال د راتلو خوشالي روانه وي. رسنۍ که د تېر کال ښې او بدې خبرې خپروي هم، نو د اورېدونکو او لوستونکو لپاره دا یوازې د تېر وخت یو انځوریز کیسه وي، یا د تېر شوو پېښو وروستۍ ځلا.
زه به داسې ووایم چې “دنیا پر هیله ولاړه ده.” مونږ هغه مخلوق یو چې په هیلو ژوند کوو. بله دا متل هم ټولو اورېدلی دی چې “د لېرې ډول غږ خوږ وي.” ښايي همدا وجه وي چې نوی کال مونږ ته ښه ښکاري، ځکه لا مو نه دی تېر کړی. مونږ دا هېر کړو چې تېر کال هم مو د همدې هیلو سره پیل کړی و، خو هغه هم لږ ډېر هماغسې تېر شو لکه تر هغه وړاندې کال. که په فردي کچه وي یا اجتماعي، هر کال مونږ څه ګټو او څه بایلوو، خو په مجموع کې انسان هر کال دا ثابته کوي چې د خپل خوی او طبیعت نه ډېر ښه کېدل یا خو ناممکن دي، یا ډېر سخت. چې څوک د حرص او هوس سره تللي دي، هماغسې خلک بیا را روان دي. دا مې مطلب نه دی چې ښه خلک نه زېږي؛ حقیقت دا دی چې ښه خلک ډېر دي، خو هغوی خبر نه جوړېږي، ځکه چې هغوی خپل کار کوي او شور نه کوي.
ان حسینوں سے کچھ اور ہم سے کچھ لوگ
اس جہاں میں پھر آ کے بسیں گے کل کو
-یمینؔ
له هغو ښایسته خلکو نه هم، او له مونږ نه هم ځینې کسان
بیا به سبا په دې دنیا کې راشي او مېشت شي
— یمینؔ
لمر له ختیځه راخیژي، او اقبالؔ هم ویلي دي: “د ختیځه راختونکي لمر ته لږ وګوره.” په لرې ختیځ کې جاپان یو ډېر څرګند هېواد دی، چې د لمر ټاټوبی هم بلل کېږي. د هغوی په بیرغ کې سور لمر په سپینه رڼا کې ډېر ښکلی ښکاري. همدلته د نوي کال د لومړۍ ورځې د لمانځنې پیل کېږي. کله چې په جاپان کې د نیمې شپې په دولس بجو نوی کال اعلان شي، نو په پاتې نړۍ کې لا هم ۳۱ دسمبر وي؛ په پاکستان کې هغه وخت ماښام اته بجې وي؛ او د امریکا په لوېدیځ ساحل کې لا سهار اووه بجې وي. له جاپانه د نوي کال د جشن انځورونه خپرېږي، بیا د ځمکې د ګرځېدو سره سره هر ځای چې ساعت دولس وهي، هلته د جشن منظرې ښکاره کېږي. همداسې دا جشن ټوله نړۍ چکر وهي او دا خبره څرګندوي چې ټوله دنیا لږ تر لږه په یوه خبره متفقه ده، او هغه دا چې د نوي کال راتګ د خوشالۍ سبب دی.
په عمومي ډول، د نړۍ په ډېرو جشنونو کې شراب څښل کېږي، نو د نوي کال شپه ولې تشه پاتې شي؟ په دې شپه خو بېخي ډېرېږي.
مہ کے نشے میں کیوں نہیں ڈوبیں گے آج ہم
بدلا ہے سال کیوں نہیں بھولیں لو آج غم
-یمینؔ
ولې به نن د مې په نشه کې ډوب نه شو
کال بدل شوی، ولې به نن غم هېر نه کړو
— یمینؔ
او د غالبؔ په وینا، د خوشبویه شرابو کوزه دې په باغ کې کېښودل شي، څو هر راتلونکی وڅښي او مست شي،
سبزے کو روندتا پھرے پھولوں کو جائے پھاند
چې شنه واښه تر پښو کړي او له ګلونو واوړي.
په لنډه دا چې د کال په لومړیو څلورویشت ساعتونو کې په ټوله نړۍ کې شراب ډېر څښل کېږي.
خبره د نوي کال د جشن روانه ده. مونږ انسانان ټول کال خلک کله خوشاله او کله په غم کې وینو. ویلای شو چې خوشالي خو باید ټولو ته وي، او غم باید هېچا ته نه وي. دا ډول جملې د خوشالۍ ارزښت کموي. له هغه وروسته چې فیض احمد فیضؔ څه ویلي دي، نور څوک څه ویلای شي؟

اور بھی دُکھ ہیں زمانے میں محبت کے سوا
راحتیں اور بھی ہیں وصل کی راحت کے سوا
-فیضؔ

نور هم ډېر دردونه شته په دنیا کې د مینې پرته
نورې هم اسانتیاوې شته د وصل له اسانتیا پرته
— فیضؔ
دلته زه دا خبره مخ ته وړم چې د درد او غم سببونه ډېر ډولونه لري: کله طبیعي آفتونه، کله حادثې، کله خپلې تېروتنې او کله د نورو غلطۍ. خو تر ټولو دردناک دا وي چې یو انسان د بل انسان د حرص له امله زیان وویني. پېړۍ تېرې شوې دي، خو دا درد لا هم شته؛ له افرادو تر ریاستونو پورې ټول پکې ښکېل ښکاري. زه ژور بحث نه کوم، ځکه دا تفصیل ماته هم درد راکوي. خو دومره وایم چې دا ډول زیان رسوونکي خلک ذهني ناروغان وي. الله دې رحم وکړي، ټول دې وساتي، آمین. وبخښئ، زه دلته یو بل شعر هم راوړم، ځکه شعر په لږو ټکو کې ډېر څه وایي. اقبالؔ وايي:

ابھی تک آدمی صید زبونِ شہریاری ہے
قیامت ہے کہ انساں نوع انساں کا شکاری ہے
تر اوسه انسان د واکمنۍ کمزوری ښکار دی
دا قیامت ده چې انسان د انسان ښکار ګرځېدلی دی
د کال لومړۍ نېټه په ختیځو ښارونو کې لومړی ښکاره کېږي او هغوی ځانګړي کوي. دا ځل چې د نیمې شپې په دولس بجو کال واوړي او د ۲۰۲۶ اعلان وشي، نو سپوږمۍ به هم د خپل عروج پر لور روانه وي او ښه روښانه به وي. د لمر عبادت کوونکي ښايي ورته پام و نه کړي، خو هغه خلک چې د کړېدلې انسانیت غم لري، د تېر کال د غمیزو په یاد دا سپوږمۍ به ورته غمجنه ښکاري.
شېبې، کلونه، پېړۍ او ورځې — دا ټول د انسان اختراع ده. انسان تل له وخت سره ژوره علاقه لرلې ده، ځکه یې له ساعت نه تر پېړۍ پورې نومونه جوړ کړي دي. یقیناً د دې تر شا ډېر حقیقي علتونه دي. زما په اند، د زېږون او مړینې اغېزمنو پېښو انسانان اړ کړي وو چې دا نظام جوړ کړي. د لمریز تقویم سمول یو لوی کارنامہ دی، چې سلګونه کاله وړاندې بېلابېلو ټولنو ډېر په دقیقه توګه برابر کړی و. قمري کال هم اسانه و، چې شاوخوا دېرش زره کاله کېږي کارېږي. د دولسو میاشتو نظام بابل والو ورکړی و. زموږ اسلامي تقویم هم د بابل له تقویمه اغېزمن دی. قرآن کریم تقویم ته ډېر اهمیت ورکوي. د اسلام نه مخکې د “نَسی” جاهلانه رسم و، چې د حج میاشت به یې مخکې وروسته کوله؛ قرآن یې سخت منع وکړه. د تقویم اهمیت دا دی چې قرآن وایي: د کال دولس میاشتې د الله ټاکلې دي (سوره توبه).
رومیانو په پیل کې لس میاشتنی تقویم کاراوه، وروسته پاچا نوما پامپیلیوس جنوري او فبروري زیات کړل. اوسنی لمریز تقویم چې ټوله نړۍ یې کاروي، د ګرېګورین تقویم په نوم یادېږي، ځکه چې پاپ ګرېګوري دیارلسم په ۱۵۸۲ کې پکې سمون راوست.
ویل کېږي چې انسان په خپله اوسنۍ بڼه شاوخوا درې لکه کاله مخکې را څرګند شوی. مونږ د درد او غم یادونه وکړه، خو پوښتنه دا ده چې ایا انسان څه ښه هم کړي دي؟ ځواب دا دی چې د انسان مادي پرمختګ خو مونږ هر لور ته وینو، خو باید ومنو چې روحاني، اخلاقي، قانوني او تمدني پرمختګ هم ډېر شوی دی. یو وخت داسې هم و چې انسان خوړونکي ډلې واکمنې وې؛ بیا د غلامۍ دور و، خو وروسته شعور راغی، غلامي ختمه شوه، قانون حاکم شو، د رنګ او نسل توپیر بد تمدن وګڼل شو، نسب نه بلکې هنر ته ارزښت ورکړل شو. په دې ټولو پېړیو کې میلیونونه قوانین جوړ شول او د قانون د پلي کېدو اهمیت روښانه شو. دا ټول وخت بې ځایه نه دی تېر شوی. زه ځان نه شم منع کولی چې دا ووایم: د انسان په ژوند کې د قانون اهمیت له اکسیجن هم زیات دی. بې له اکسیجنه مرګ دی، او بې له قانونه ژوند دوزخ دی.
مونږ خبره د نوي کال له راتګ پیل کړې وه. د نوي کال خپل اهمیت دی، او ولې نه وي؟ هر راتلونکی کال میلیونونو ته د پرمختګ زیری ورکوي؛ د روزۍ د روانېدو خبر راوړي؛ زرګونو ته په رزق کې برکت ورکوي؛ زده کوونکي بل ټولګي ته رسوي؛ ماشومان ځوانان کوي او ځوانان پخې تجربې ته رسوي؛ د محنتي خلکو تجربه ښکاره کوي؛ او همدا هغه شمېرې جوړوي چې خلک په ویاړ وایي: “دا ویښتان مو بې له سببه سپین شوي نه دي.”
نوی کال مو مبارک شه

-

تبصرہ آپ کا

good job on translation

Asim Yousafzai

2026-01-02 00:18:19

ﺗﺑﺻره آﭘﮑﺎ